ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

۴۴۵ زره افغانان د نړيوال خوراکي پروګرام په ملاتړ له ثبات سره نږدې شوي

نړيوال خوراکي پروګرام (WFP) اعلان کړی چې تېر ميلادي کال کې شاوخوا ۴۴۵ زره تنه په افغانستان کې د دغه بنسټ د اوږدمهاله پروګرامونو په ملاتړ د ژوند د باثباته حالت او د خوړو د خونديتوب له پلوه له ثبات سره نږدې شوي دي.

دغه بنسټ ويلي چې د دوی دوامدارې هڅې په افغانستان کې د کورنيو د عايد سرچينو پياوړتيا، د خوړو ته د خلکو د لاسرسي ښه‌والی او د تغذيې د وضعيت لوړولو باندې تمرکز لري. د نړيوال خوراکي پروګرام په باور، دا ډول اقدامات کولی شي د سيمه‌ييزو ټولنو وړتيا د اقتصادي او طبيعي کړکېچونو پر وړاندې لوړه کړي.

افغانستان په وروستيو کلونو کې له پراخو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ شوی او د هېواد ډېری اوسېدونکي د خوړو له ناامنۍ سره لاس او ګريوان دي. نړيوالو مرستندوي بنسټونو بيا بيا ټينګار کړی چې د دوامدارو معيشت‌محوره پروژو پانګونه د بېړنيو مرستو پر ځای يو بنسټيز حل دی.

نړيوال خوراکي پروګرام د افغانستان په کچه د خوړو د خونديتوب په برخه کې يو له تر ټولو لویو مرستندویو بنسټونو څخه دی، او د دې بنسټ فعاليتونه د هېواد بېلابېلې سيمې رانغاړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button